میدان وردګ:نرخ کی دطالبانواوحزب اسلامی دافرادوترمنځ لاجګړه ګرمه ده.

دمیدان ولایت اړوندنرخ ولسوالی مربوطاتوکی حزب اسلامی جنګیالیواووسله والوترمنځ جګړه جریان لری  چه له امله یی دعینی شاهدانوپه وینادواړوطرفونوته مرګ ژوبله اوښتی ده.
داخبردهغی سیمی هغویوشمیرکسانوخبریالانوته وکړی چه دجګړی له سیمی بی ځایه شوی وه.دشهیدګل محمدخان دښونځی معلم اکرام  یوله همداډول کسانوڅخه وه چه دهغه په وینادجګړی دشدت له کبله هرات ته راتښتیدلی وه«اکرام  وایی څلورور ځی ددوی کور نی دجګړی منځ کی  راګیر وه سختی ستونزی مووګاللی.جګړه کی ښکیل دواړوطرفونودملکی کسانوخیال نه ساته.چه په نتجیه موکوراوشتمنی پریښوده  سرمی  راوکیښ»
دولتی مقامات په نرخ ولسوالی له یوی اونی راهیسی جګړه تائیدوی یوه امنیتی مقام خبریالانوته وویل چه دحزب ،اوطالبانودده قوماندانوپه شمول پنځه تنه وژل شوی دی.
خودحزب اسلامی لوری دخپلوسړیومړینه نه منی طالبانودیوه تن دوژنی اوبل ټپیکیدوخبرتائیدکړ.
بایدزیاته کړم چه په نرخ ولسوالی کی یوکال راپه دیخواجګړه کی دښکیلوخواوترمنځ تاوتریخوالی روان وه.اوعوامل بیلابیل بلل کیږی مګرځایی استوګن استدلال کوی چه په سیمه کی هرلوری دخپل نفوذدخپرولوپه خاطرجنګ کوی.

Print Print
This entry was posted in Pashto. Bookmark the permalink.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>